د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې روانه اوونۍ یې د پاکستان له بېلابېلو بندخونو ۴۸۵ افغان کډوال راخوشې او هېواد ته راستانه کړي دي.
یاد وزارت ویلي، د راخوشې شویو کسانو په ډله کې داسې کورنۍ او انفرادي وګړي هم شامل وو چې د استوګنیزو سندونو د ستونزو له کبله یې د پاکستان په بندخونو کې ډېر وخت تېر کړی دی.
د مالوماتو له مخې راخوشې شویو کډوالو له ډلې یې ۴۷۵تنه د تورخم او ۲۸تنه نور بیا د سپینبولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي او د لازمو مرستو او ملاتړ وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
د کډوالو وزارت له نړۍوالو بنسټونو غوښتي، چې د کډوالو ملاتړ، اسانه راستنېدنې او راستنېدونکو ته د امنیتي او انساني فضا برابرولو ته دوام ورکړي

