د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې ایران او امریکا یو تفاهملیک په انلاین ډول لاسلیک کړی دی
د هغه په وینا دا سند په لومړي سر کې په سویس کې د حضوري لاسلیک لپاره پلان شوی و خو د وروستیو ارزونو وروسته پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو ولسمشران یې په انلاین ډول لاسلیک کړي
بقایي ویلي چې د دې تفاهملیک موخه د بندیزونو د لرې کولو او د ایران د اټومي پروګرام اړوند موضوعاتو په اړه د مذاکراتو دوام ته لاره هوارول دي
ټاکل شوې په راتلونکو ۶۰ ورځو کې دواړه لوري د پاتې اختلافاتو او ژمنو د عملي کېدو په اړه بشپړوونکې خبرې وکړي
د ایران حکومت ټینګار کړی چې د دې سند له لاسلیک وروسته به د امریکا د ژمنو عملي کېدل او د هغو څارنه تر ټولو مهم پړاو وي او تهران به یوازې هغه مهال خپلو ژمنو ته عمل وکړي چې واشنګټن هم پر خپلو تعهداتو ولاړ پاتې شي

