کونړ کې وروستۍ مرګونې زلزلې زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې کړي
د معلوماتو له مخې، د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د دیوه ګل د چلس درې سیمه شاوخوا نهه میاشتې وړاندې د یوې سختې زلزلې شاهد وه، چې له امله یې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، زرګونه کورونه ویجاړ شول او پراخې کرنیزې ځمکې له منځه ولاړې.
اوس د دې سیمې اوسېدونکي د ګڼو ستونزو ترڅنګ د خپلو کرنیزو ځمکو د بیا رغونې غوښتنه کوي. دوی وايي چې د ژوند یوازینۍ سرچینه یې همدغه ځمکې وې، خو د زلزلې له امله یې هر څه له لاسه ورکړي دي.




ځايي بزګران زیاتوي:
“موږ خپل ټول عاید له همدې ځمکو ترلاسه کاوه. که چېرې په دې برخه کې له موږ سره مرسته ونشي، زموږ د ژوند چارې به لا پسې له ستونزو سره مخ شي.”
د سیمې اوسېدونکي امان ګل او روحالله وايي:
“زمونږ ټوله هستي همدغه کرنیزې ځمکې دي. موږ پرې کښت کاوه او خپل کورونه مو پرې چلېدل، خو اوس دا هر څه له منځه تللي دي. له مسؤلینو او چارواکو غوښتنه کوو چې زموږ غږ واوري او د ځمکو د ساتنې لپاره حفاظتي دېوالونه جوړ کړي.”
که څه هم د حکومت او یو شمېر خیریه بنسټونو له لوري د زلزلهځپلو خلکو ځینې بیړنۍ اړتیاوې، لکه خوراکي توکي او سرپناه، تر یوه بریده برابرې شوې دي، خو د کرنیزو ځمکو د بیا رغونې په برخه کې تر اوسه کوم عملي اقدام نه دی شوی.
د کونړ د ولایتي ادارې مسؤلین ډاډ ورکوي چې د زلزلهځپلو د ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.
د کونړ مرستیال والي، مولوي عبدالله حقاني وايي:
“د زلزلې له پیله تر اوسه موږ د خلکو ډېری اړتیاوې پوره کړې دي، خو د ټولو ستونزو حل وخت ته اړتیا لري، ځکه چې زیانونه پراخ دي. بیا هم هڅه کوو چې ټولو برخو ته رسیدنه وکړو.”
د کونړ د نورګل ولسوالۍ مزار درې او د څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل درې هغه سیمې دي چې د زلزلې له امله پکې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
کونړ کې وروستۍ مرګونې زلزلې زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې کړي
په همدې حال کې مسؤلین ټینګار کوي چې د ستونزو د حل لپاره هڅې دوام لري.
خبریال: پرویز څرګند
