د کونړ ولایت د کرنې ریاست مسوولین وايي چې د مرکز اسعدآباد په ګډون په ټولو ولسوالیو کې پر ۲۴۰ هکټاره ځمکه د شفتالانو کښت شوی چې ترې شاوخوا ۲ زره ۳۷۶ ټنه حاصلات اټکل شوي دي
د کرنې ریاست په وینا شفتالان د ستروسو د کورنۍ غړی دی او په کونړ کې یې ښه نتیجه ورکړې ده، له همدې امله ګڼو خلکو يې کښت ته مخه کړې ده
بل لور ته باغ لرونکي وايي چې دوی د شفتالو له حاصلاتو خوښ دي او ښه عواید ترې ترلاسه کوي خو د مناسب بازار نشتون او د ناروغیو ضد درملو کمښت یې چارې یو څه ټکنۍ کړې دي.
باغ لرونکي زیاتوي چې ډېری باغونه یې په شخصي لګښت جوړ کړي او ټوله خواري هم خپله کوي
د هغوی په وینا که مسوولین ورسره د کیمیاوي سرو او د ناروغیو ضد درملو په برخه کې مرسته وکړي نو دوي به خپل باغونه لا پراخ کړي.
د کونړ د کرنې ریاست سلاکار سید حفیظ الله سیدي وايي چې په دې ولایت کې د شفتالو باغونه د نورو مېوو په پرتله ډېر دي او ښه حاصل ورکوي.
کونړ هغه ولایت دی چې د هېواد د نورو سیمو په پرتله پکې د ستروسو د کورنۍ اړوند شفتالو ډېر باغونه لري
باور دا دی که د باغ لرونکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي نو نه یوازې به حاصلات نور هم زیات شي بلکې د صادراتو زمینه به هم برابره شي

