په ننګرهار کې یو ځوان د شاوخوا دولس سوه زره افغانۍ شخصي لګښت سره د ماشومانو د روزنې لپاره یې یو مجهز ښوونیز مرکز او ابتدائیه ښوونځی جوړ کړی دی.
دغه ځوان وايي چې په دې مرکز کې یې ماشومانو ته د دیني او عصري علومو تر څنګ د اخلاقو، نظم، شخصیت جوړونې او عملي زده کړو زمینه هم برابره کړې ده.
د دغه ښوونیز مرکز مسوول زیاتوي چې هڅه کوي ماشومان یوازې تر کتابونو محدود نه پاتې شي بلکې د هغوی ذهني، فکري او روحي وده هم پیاوړې شي
په همدې موخه په مرکز کې د تفریحي او روحي فعالیتونو لپاره ځانګړي ښوونکي ګومارل شوي، څو زده کوونکي له زده کړو سره مینه پیدا کړي او په ارام چاپېریال کې تعلیم ترلاسه کړي.
همدارنګه په دې ښوونیز مرکز کې یوې ډاکټرې ته هم دنده سپارل شوې ده، څو د اړتیا پر مهال د ماشومانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه وکړي.
بل لور ته زده کوونکي وايي چې په دې مرکز کې یې نه یوازې لوست او لیک زده کړی، بلکې د ژوند مهم اصول، نظم او د یو بل درناوی هم ور زده شوي دي.
بلخوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي بیا وايي په ټول هېواد کې د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو لپاره وړکتونونه جوړ شوي او د زده کړو مناسبې زمینې ورته برابرې شوې دي.

