د کونړ د عامي روغتیا ریاست مسولین وايي په تیر ۱۴۰۴ کال کې ۱۱ سوه ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتیا په سکټور کې بیلابیلي پروژې پلي شوې دي
مسولینو په یوه خبري کنفرانس کې رسنیو ته وویل چې په تیرو کلونو کې د کونړ په ډیری سیمو کې ۵۰ سلنه خلکو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه درلود چې اوس هغه ستونزه لمنځه تللي
د مسولینو په خبره په راتلونکې کې به د کونړ د ولسونو دنفوس پر اساس درمل او نور اړین روغتیايي توکې د مرکز څخه راوړي تر څو خلکو ته په پوره ډول روغتیايي خدمات ورسیږي
مسولین وايي د کونړ په ډیری لرو پرتو سیموکې د روغتیايي مرکزونو لپاره د ودانیو او نوي روغتیايي مرکزونه هم پرانیستل شوي دي
دوي په دغه خبري کنفرانس کې د ا سداباد ۲ سوه بستریز روغتون د ودانۍ جوړول او همداراز په ډیری نورو برخو کې روغتیايي خدماتو ته د خلکولاسرسۍ د بیلګې په توګه یاد کړل
د کونړ د روغتیا ریاست د مسولینو په خبره تر اوسه دعامې روغتیا وزارت له خوا د کونړ ولسونو ته په کم شمېر روغتیايي او نورو اړین توکې ورکول کیدل چې لدې وروسته به په یاده برخه کې هم پاملرنه زیاتیږي او نفوس ته په کتو به روغیتیايي توکي ورکول کیږي
د ویلو ده چې د کونړ په ډیری لرو پرتو سیمو کې د پخوا په پرتله اوس مهال د روغتیایي خدماتو په برخه کې د پام وړ بدلون راغلی او ډیری خلکو روغتیايي خدماتو ته لاسرسۍ پیدا کړی دی

