په ننګرهار ولایت کې د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پرضد د مبارزې مدیریت له لورې د درې سوه پنځوس بیوزله او سوالګرو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه
مسولین وايي دغه مرستې ننګرهار کې درې سوه پنځوس کورنیو سره د اسلامي امارت د زعیم د ځانګړې حکم په اساس د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو سره د مبارزي مدیریت په مشرۍ د سوالګرو د راټولو او ورسره د مرستو د ترسراوي کمېیسون له لورې ترسره شوه
مسولین وايي له هرې يوې کورنۍ سره د پنځه زره افغانيو نغدي مرسته وشوه
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي د دغه مرستو وراخوا يي د دغه خلکو لپاره د بیلابیلو حرفو ، ديني او عصري زده کړو زمینه هم برابره کړې ده
په همدې حال کې د ياد مديريت مسوولین وايي دغه مرستې له کابو دوه نیمو کالو راهیسي دوام لري چې هره مياشت له کابو دوه سوه کورنيو سره د شاه او خوا يو میلیون افغانۍ نغدي او خوراکي توکو مرسته کوي
مرسته ترلاسه کوونکي له دوي سره د شوي دغې مرستې له امله خوښي څرګندوي او زیاتوي چې تريوه بریده به يې ورسره اختر ښه تيرشي
دا په داسې حال کې ده چې په ختیځ کونړ ولایت کې هم د يوسلو نوي بیوزله او سوالګرو کورنيو سره په دغه موخه د جوړ شوي کمېسیون له لورې د نهه سوه اته اتیا زره افغانيو مرسته ترسره شوه چې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې هرې کورنۍ ته پنځه زره دوه سوه افغانۍ ورکړل شوې

