د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرست او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) مشر ډاکټر تاجالدین اوېلا سره د بشري فعالیتونو او د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي
د اقتصاد وزارت وایي، په دې لیدنه کې ډاکټر تاجالدین ډاډ ورکړی چې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره (یوناما) به د راستنېدونکو د ستونزو د حل په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې لپاره خپلو بشري مرستو او ملاتړو پروګرامونو ته دوام ورکړي
ډاکټر تاجالدین اوېلا ویلي د راستنېدونکو د ستونزو د هواري لپاره له نړیوالو مرستهکوونکو څخه د ۵۲۰ میلیونه ډالرو غوښتنه شوې، چې له دې ډلې ۱۰۰ میلیونه ډالر به لومړنیو خدمتونو ته او پاتې ۴۲۰ میلیونه ډالر به د راستنېدونکو کورنیو د بیا مېشتېدو او ملاتړ لپاره ځانګړي شي

