د کونړ ولایت اوسېدونکې وايي هر کال د هوا په تودیدو سره سپي هم لیوني کیږي چې د خلکو د داړلو اندېښنې ورسره زیاتیږي
د کونړ د اوسېدونکو په خبره په بیلابیلو سیمو کې اوس سپو یو شمیر خلک داړلي چې د اسداباد ولایتي روغتون کې تر درملني لاندي دي
دوۍ وايي په تیرو کلونو کې د کونړ په یو شمیر سیمو کې ګڼ شمیر خلک سپو داړلي وو چې وروسته د نه پاملرني او نه تداوۍ څخه یو شمیر هم مړه شوې دي
اوس دوۍ غوښتنه کوې چې په اسداباد ښار او نورو سیموکې د شته سپیو لپاره دي واکسین تطبیق او هغه خلک چې د سپو د داړلو د ستونزي سره مخ کیږي پر وخت تداوي وشې
په ورته مهال د کونړ روغتیا پالان هم دغه پیښه اندیښمنه بولي او وايي هر څوک چې د سپي د داړلو د ستونزي سره مخ شې باید پروخت روغتیايي مرکز ته ځان ورسوي او ځانګړي واکسین تر لاسه کړي
دوۍ زیاتوي که چاته په دغه وخت کې واکسین تطبیق نشي نو دمرګ د جدي ستونزي سره مخ کیږي
دوۍ د کونړ اوسېدونکو څخه غوښتنه کوې چې خپل احطیاطي تدابیر ونیسي
بل لورته د کونړ د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولین وايي دوۍ د سپو لپاره د واکسینو په برخه کې د لوړو مقاماتو او موسیساتو سره خبري کړي او ډاډ يي تر لاسه کړی دی چې دوۍ ته به په اړونده برخه کې واکسین ورسیږي

