کونړ – د کونړ ولایت د غازيآباد ولسوالۍ یو شمېر بزګران وايي چې د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله یې کرنیزې ځمکې سختې زیانمنې شوې دي او له حکومته د استنادي دیوالونو د جوړولو غوښتنه کوي.

د سیمې اوسېدونکي څرګندوي چې سیلابونو د هغوی د کرنیزو ځمکو دیوالونه ړنګ کړي او ځینې ځمکې یې په بشپړ ډول له منځه وړې دي. بزګران وايي که په وخت لازم اقدامات ونه شي، نو ښايي پاتې ځمکې هم له خطر سره مخ شي.
د غازيآباد ولسوالۍ یو بزګر، میاالدین، وایي: «موږ بله د عاید سرچینه نه لرو، یوازې پر همدې ځمکو تکیه کوو. اوس سیلابونو زموږ کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې او له مسوولینو غواړو چې زموږ ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.»
بل بزګر، انداز خان، هم ورته اندېښنه څرګندوي او زیاتوي چې د هغوی ټول ژوند له همدې ځمکو سره تړلی دی، خو اوس ډېری ځمکې شاړې شوي او د کرنې وړ نه دي پاتې.

بل لور ته، د سیمهییزو ادارو مسوولین د بزګرانو ستونزې پر ځای بولي او وايي چې د حل لپاره یې هڅې روانې دي. د کونړ د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس، مولوي شمسالرحمن سیلاب، وایي چې په یو شمېر سیمو کې د موسسو په همکارۍ استنادي دیوالونه جوړ شوي او هڅه کېږي چې پاتې سیمې هم تر پوښښ لاندې راشي.
کونړ هغه ولایت دی چې ډېری اوسېدونکي یې په کرنه بوخت دي او د خپلو کورنیو اړتیاوې له همدې لارې پوره کوي. خو هر کال موسمي ورښتونه او سیلابونه د کرنیزو ځمکو د تخریب لامل ګرځي، چې د بزګرانو لپاره جدي اقتصادي ستونزې رامنځته کوي.
