
د پارون په مرکز کې شلو لوبډلو برخه اخیستې وه، او د شور پشکې لوبډلې اتلولي خپله کړه
د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د غشو ویشتنې کلنۍ سیالۍ، چې د اختریز جام په نوم ترسره شوې، پای ته ورسېدې. په دغو سیالیو کې شلو لوبډلو برخه اخیستې وه، او په پای کې د شور پشکې لوبډلې د اتلولۍ مقام خپل کړ.
د دغو سیالیو ترڅنګ، لیدونکو ته د نورستان یو شمېر مشهورې دودیزې او محلي لوبې هم نندارې ته وړاندې شوې، چې د سیمې د کلتوري ارزښتونو څرګندونه یې کوله.
د سیالیو پایلوبه د متحد پشکي او ودان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ترڅ کې متحد پشکي لوبډلې د بریا جام خپل کړ.
ګډونوالو لوبغاړو د خوښۍ څرګندونه وکړه او ویې ویل چې دا ډول دودیزې لوبې د دوی د فرهنګي هویت مهمه برخه ده، او هڅه کوي چې دغه ارزښتمن دودونه له منځه ولاړ نه شي.
د شور پشکې لوبډلې یو لوبغاړي، سید کفیل، وویل:
“نورستان ډېرې تاریخي او دودیزې لوبې لري، چې هر کال د بېلابېلو نندارو په ترڅ کې ترسره کېږي. غشي ویشتنه هم د دغو دودیزو لوبو یوه مهمه بېلګه ده. موږ ځوانان هڅه کوو چې دا ډول سیالۍ لا پسې زیاتې کړو، ځکه زموږ مشران نه غواړي چې زموږ کلتور له منځه ولاړ شي.”
یو بل لوبغاړي، شیر دست، هم وویل:
“موږ د نورستان د ټولو دودیزو لوبو په اړه له خپلو مشرانو معلومات تر لاسه کړي او اوس هڅه کوو چې پخوانۍ دودیزې لوبې یو ځل بیا راژوندۍ کړو. موږ د خپلو مشرانو تاریخ مطالعه کړی او پوه شوي یو چې هغوی د خپل کلتور او فرهنګ ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده، نو موږ هم د هغوی اولادونه یو او دا تاریخي لوبې ژوندۍ ساتو.”
د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي چې د نورو ولایتونو په پرتله په نورستان کې دودیزې لوبې ډېرې ترسره کېږي، او لامل یې دا دی چې د سیمې خلک د خپل کلتور او فرهنګ ساتنې ته ژمن دي. د دوی په وینا، اړوند اداره هم له ځوانانو سره په دې برخه کې همکاري کوي، څو دود، کلتور او فرهنګ خوندي پاتې شي.

د یادونې وړ ده چې د پارون ځوانان تل د خپلو محلي دودونو له مخې، په بېلابېلو ټورنمنټونو کې د لومړي او دوهم مقام ګټونکو لوبډلو ته د پلاستیکي جامونو پر ځای یو ـ یو سېرلی د جایزې په توګه ورکوي. په نننیو سیالیو کې هم لومړي او دوهم مقام ګټونکو ته پسونه ورکړل شول.
خبریال: پرویز څرګند
