د پاکستان پوځ وایي چې په کراچۍ ښار کې د رېنجرز ځواکونو پر یوه مرکز په برید کې درې سرتېري او په ځوابي اقدام کې درې وسلهوال وژل شوي دي.
د پوځ په وینا بریدګرو د کراچۍ د ګلستان جوهر سیمې ته نږدې لومړی چاودنه ترسره کړه او وروسته یې د رېنجرز مرکز ته د ننوتلو او د امنیتي دیوال د ماتولو هڅه وکړه خو د د پاکستان پوځ او پاکستان رېنجرز ځواکونو له لوري ودرول شول.
د یادونې ده چې د پېښې پر مهال لومړی د چاودنې او بیا د وسلهوالې نښتې راپورونه ورکړل شوي وو.
امنیتي سرچینې وایي چې په سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو ترڅنګ د اوښتي زیان ارزونه روانه ده.
د برید مسوولیت د جماعت الاحرار سره تړلې یوې ډلې منلی دی
سرچینه : بي بي سي

