د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکایي جنګي الوتکو یو ځل بیا د ایران له لوري د اوربند د سرغړونې په ځواب کې د توغندیو او ډرونونو زېرمې او ساحلي رادارونه هدف ګرځولي دي.
ټرمپ ګواښ کړی که سرغړونې دوام وکړي امریکا ممکن پیل شوی پوځي عملیات بشپړ کړي.
بلخوا د سپاه پاسداران انقلاب ویلي چې په کویت او بحرین کې یې پر امریکايي اهدافو بریدونه کړي دي.
تر اوسه د دغو ادعاوو خپلواک تایید نه دی شوی او سیمهییز وضعیت ترینګلی بلل کېږي
سرچینه : بي بي سي

