د کابل ښار په منډوي کې د تېرې شپې اورلګېدنې له امله شاوخوا ۸ میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.
د کورنیو چارو وزارت وایي، دغه اورلګېدنه د برېښنا د شارټۍ له امله د زرداد مارکېټ په یوه برخه کې رامنځته شوې وه.
د سرچینې په وینا، د اطفایې پرسونل پر وخت د هڅو په پایله کې د مارکېټ د دوکانونو او ګودامونو شاوخوا ۴۸۰ میلیونه افغانۍ په ارزښت شتمني له سوځېدو وژغورل شوه.
یاد وزارت له خلکو غوښتي چې په خپلو کورونو، دوکانونو او مارکېټونو کې د خوندیتوب اصول مراعت کړي او له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.

