د افغانستان د ټولګټو وزارت او د مبارز برکتزي ساختماني شرکت ترمنځ د شاوخوا ۱.۲۵۲ میلیارد افغانیو په ارزښت د سالنګ لویې لارې د سویلي برخې د ۱۵ کیلومتره سړک د اساسي بیارغونې تړون لاسلیک شوی دی.
د ټولګټو وزارت وایي چې دا پروژه به په لوړ کیفیت او تخنیکي معیارونو سره عملي شي، ځکه سالنګ لویه لار د هېواد له مهمو ترانزیټي او اقتصادي لارو څخه ګڼل کېږي او د شمالي ولایتونو او کابل ترمنځ د تګ راتګ اساسي شریان بلل کېږي.
د وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي د پروژې ټولیز لګښت ۱ میلیارد او ۲۵۲ میلیونه او ۷۸۳ زره افغانۍ دی او عملي چارې به یې په نږدې وخت کې پیل شي.
د پلان له مخې، د اولنګ سیمې څخه تر جبلالسراج پورې ۱۵ کیلومتره سړک په اسفالتي بڼه رغول کېږي.
همدارنګه په پروژه کې د پنځو نویو پلچکونو جوړول، د ۳۳ پلچکونو پراخول او د ۶۰۰ مترو ویالې جوړول هم شامل دي.
په ورته وخت کې، د ټولګټو وزارت وایي چې د سالنګ لویې لارې د بیارغونې چارې په سویلي سالنګ، شمالي سالنګ او خنجان ـ دوشي برخو کې روانې دي او د تونل، ګالریو او یو شمېر زیانمنو برخو د رغونې کارونه هم بشپړ شوي دي.
راپور : مسعود عربزی

