د هیواد د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د هند شارژدافیر سره په ناسته کې ویلي چې کابل د خپل متوازن سیاست له مخې هند سره اړیکو ته اهمیت ورکوي.
مولوي امیر خان متقي وویل چې د افغانستان هند ترمنځ د سوداګرۍ حجم د زیاتېدو په حال کې دی او د دواړو لورو له ظرفیتونو څخه د اعظمي استفادې لپاره اړتیا ده چې د حکومتي او خصوصي سکتورونو تر منځ رابطې او همکاري زیاته شي.
شرژدافیر بیا دې ناسته کې څرګنده کړې چې هند له افغانستان سره په اقتصادي، سیاسي او بشري برخو کې خپل تعامل او اړیکو ته پراختیا ورکول غواړي.
سرچینه: شرق نیوز

