د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ۸۰۵ بس او یوه ټېلر موټر د ټکر له امله پنځه کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، دغه پېښه د کابل ـ کندهار پر لویه لار، د دامان ولسوالۍ د اعظم کلا په سیمه کې رامنځته شوې ده.
په پېښه کې د ۸۰۵ بس پنځه مسافر مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د پېښې د څرنګوالي او د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
سرچینه: شرق نیوز

