د ازموينو عمومي اداره وایي سبا جمعه ، د عامې روغتيا وزارت د طبي شورا عمومي رياست اړوند د فعاليت جواز(ايګزيټ) ازموينه، په کابل پوهنتون کې اخيستل کېږي، چې د ستوماتولوژي پوهنځي فارغان به په کې ګډون وکړي.
دغه اداره وایي تل هڅه کوي، چې ټولې ډله ييزې ازموينې په شفافه توګه واخلي او پايلې يې په بې طرفه توګه اعلان کړي.
سرچینه: شرق نیوز

