د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت وايي د پاکستان پوځي رژیم د خپلو بریدونو په دوام یو ځل بیا ډیورنډ کرښې ته نږدې د کونړ ولایت دانګام ولسوالۍ کې د ملکي خلکو کورونه ښوونځي روغتیایي مرکز او جوماتونه په نښه کړي دي
د نوموړي په وینا په دې بریدونو کې د مالي زیانونو تر څنګ ۳ ملکي کسان شهیدان شوي او ۱۴ نور ټپیان دي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي
همدارنګه ویل کېږي چې په دې بریدونو کې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي، یو روغتیایي مرکز او دوه جوماتونه ویجاړ شوي دي او ۸۰ څاروي هم له منځه تللي دي

