د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد په مشرۍ یو پلاوی د درملو وارداتو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه روسیې ته ولاړ
عامې روعتیا وزارت ویلي دا سفر د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او ستراتیژیکو همکاریو پراختیا او د خوړو او درملو د تامین او تنظیم په موخه شوی دی
د دغه وزارت په وینا یاد پلاوی به د دې سفر په ترڅ کې د روسیې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم ادارو له مسولینو سره د ثبت بهیر د اسانتیا، د کیفیت د کنټرول میکانیزمونو ښهوالي او د اغېزمنو همکاريو چوکاټونو جوړولو په اړه خبرې وکړي

