د کونړ امنیتي مسؤلین وایي، د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د ډيسي توپ مرمۍ د دغه ولایت د منورې ولسوالۍ په برولو سیمه او د اسعداباد ښار په کڅۍ او ماڼو سیمو کې د ملکي خلکو پر کورونو لګېدلې دي.
د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي، خو د مرګژوبلې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.
بلخوا، د کونړ اوسېدونکي د پاکستان د دې ډول بریدونو پر وړاندې د بشري حقونو د ادارو چوپتیا اندېښمنوونکې بولي او د نړیوالو پام ورته اړوي.
سرچینې زیاتوي چې د دغو مرمیو د لګېدو له امله د ډېورند فرضي کرښې ته څېرمه له یو شمېر ولسوالیو زرګونه کورنۍ اړ شوې چې خپلې اصلي مېنې پرېږدي او خوندي سیمو ته کډه شي.

