د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې اړوند د دامان سیمې په یو شمېر کلیو کې هغه کورنۍ مېشتې شوې دي چې په جبري ډول له پاکستان څخه راستنې شوې دي.
راستانه شوي کډوال وایي، په پاکستان کې یې شتمنۍ پاتې دي او د کورنیو ځینې غړي یې لا هم په بندخونو کې دي.
دوی زیاتوي چې بېروزګاري، اقتصادي ستونزې او د مرستو نشتون هغه عمده ننګونې دي چې اوس ورسره مخ دي.
یو شمېر کډوال لکه سپین ګل او عنایت خان وایي، له کلونو ژوند وروسته په جبري ډول هېواد ته ستانه کړل شوي او اوس له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.
همداراز، نور راستنېدلي کسان لکه شفیع الله خان او اشرف موسیزی ټینګار کوي چې اوسنی ژوند یې له سختو کړاوونو ډک دی او له حکومته غواړي چې د دوی لپاره بېړنۍ او هر اړخیزې مرستې برابرې کړي.
بلخوا، د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي چې د راستنېدونکو کډوالو د سروي بهیر روان دی او د ډېریو سره لومړنۍ مرستې هم ترسره شوې دي. د یاد ریاست مشر، عزیزالرحمن سرحد، وایي هڅه کوي د مرستندویه ادارو په همکارۍ د دغو کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې نه یوازې بېاسناده، بلکې د اسنادو لرونکي افغان کډوال هم له فشار، نیولو او بندخونو سره مخ کړي او په جبري ډول یې بېرته افغانستان ته راستانه کړي دي.

