د ننګرهار د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق الله قریشي ویلي چې د دغه ولایت اچین ولسوالۍ اړوند عبدالخېلو سیمه کې تېره شپه د سخت طوفان له امله د یوه کور دیوال او دوه خونې نړېدلي، چې له امله یې د ملک پرګل د کورنۍ درې تنه غړي، چې یو سړی یوه مېرمن او یو ماشوم پکې شامل دي شهیدان شوي او یوه لس کلنه نجلۍ ټپي شوې ده
سرچینه زیاتوي چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د سیمې خلکو او مسوولینو په ګډه د قربانیانو د راایستلو هڅې ترسره کړې او ټپي شوې نجلۍ د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوې ده
بل لور د اچین ولسوال ملا عبدالمتین مخلص ویلي اړوندې ادارې د زیانمنو شوې کورنۍ د وضعیت ارزونه هم ترسره کوي.

