د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کابل کې د ابو علي سینا بلخي دویم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستې پر مهال د کورني تولید ملاتړ د بهرنیو فشارونو او اقتصادي بندیزونو پر وړاندې تر ټولو اغېزناکه لار وبلله او له خلکو یې وغوښتل چې کورني درمل وکاروي
د ابو علي سینا بلخي دویم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون چې د درملو لسګونو تولیدي فابریکو په کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي پرانیستل شو او څلور ورځې به دوام وکړي
دا په داسې حال کې ده چې د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې دا مهال افغانستان کې د درملو ۱۳۴ تولیدي فابریکې په ټولیز ډول په ۴۵۰ میلیون ډالره پانګونې سره فعالیت کوي او د هېواد ۳۸ سلنه اړتیا پوره کوي
د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې دغه کچه اته میاشتې وړاندې ۲۵ سلنه وه، خو د بهرنیو درملو د وارداتو په کمولو سره کورني تولید د پام وړ پرمختګ کړی
د ده په خبره په دې وروستیو کې د درملو د وارداتو کمول د دې سبب شول چې د افغانستان د درملو سکټور په کم وخت کې ډېره وده وکړي
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له داخلي تولیداتو پر ملاتړ د ټینګار تر څنګ په یادو مراسمو کې وویل چې د افغانستان ا.ا له حاکمیت وروسته د روغتیا په برخه کې د پام وړ پر مختګونه شوي دي
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پرانیستغونډې پر مهال بهر کې له مېشتو افغان متخصصینو وغوښتل چې د هېواد روغتیایي سکټور پیاوړتیا برخه کې همکاري وکړي
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي هم په یادو مراسمو کې له خلکو وغوښتل چې د درملنې لپاره له داخلي تولیداتو ګټه واخلي
ده وویل چې یاد وزارت د درملو په برخه کې د هېواد داخلي تولیداتو ته لومړيتوب ورکوي او دا د نورو له احتیاجه د خلاصون لار ده

