د پنجشیر سیمهییز چارواکي وایي، په دې ولایت کې د امنیت او ډاډمن چاپېریال له رامنځته کېدو سره د ګرځندوی صنعت وده کړې او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره هم نوي فرصتونه برابر شوي دي.
د پنجشیر والي حافظ محمد آغا حکیم ویلي، د دې ولایت خلک، په ځانګړي ډول ځوانان، سوله او امنیت خپل لومړیتوب ګڼي او نه غواړي د تېرې جګړې او ناامنۍ دورې ته ستانه شي.
د نوموړي په وینا، اوس زرګونه ځوانان په کانونو، سوداګرۍ او د قیمتي ډبرو د پروسس په برخو کې پر کار بوخت دي او هره ورځ یو شمېر ځوانان په ملکي او نظامي ادارو کې د دندو لپاره مراجعه کوي.
د پنجشیر والي محمد آغا حکیم په خبره، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له ۳۰۰ زرو ډېر کورني او شاوخوا ۲۰۰ بهرني سیلانیان دې ولایت ته ورغلي دي
نوموړی وايي، یو شمېر سوداګر پنجشیر کې د ګرځندوی د اسانتیاوو او نورو پراختیايي پروژو د پلي کولو لپاره هم چمتووالی نیسي.
بلخوا، پنجشیر ته تللو سیلانیانو د دې ولایت له طبیعي سیمو، درو او اوبشارونو څخه د لیدنې پر مهال د امنیت او ارام چاپېریال څخه خوښي څرګنده وي.
چارواکي وايي، له بدخشان، نورستان او تخار سره د پنجشیر د سړکونو نښلول به د سوداګرۍ او ګرځندوی د پراختیا ترڅنګ دې ولایت ته د لا ډېرو سیلانیانو د ورتګ زمینه هم برابره کړي.
چارواکي باور لري چې د امنیت ټینګښت، د ترانسپورټي لارو پراختیا، طبیعي جاذبې او د پانګونې لپاره اسانتیاوې کولی شي پنجشیر په راتلونکي کې پر یوه مهم سوداګریز، صنعتي او سیاحتي ولایت بدل کړي.
راپور : مسعود عربزی

