د کونړ ولایت له مرکزي څخه د بیلابیلو جرمونو لرونکي نیږدي ۱۰۰ تنه زندانیان خوشې او خپلو کورونو ته ستانه شول.
مسولین وايي پدغه زندانیانو کې ماشومان او میرمني هم شاملي وې چې د اسد ۲۴مې د اسلامي امارت د بریا د ورځي په مناسبت خوشې شول.
چارواکي وايي په دغه شمیر زندانیانو کې ۳۹ تنو ته عفوه .۳۵ تنو ته تخفیف شوی چې له جملي يي پنځه ماشومان او دوه میرمني هم شاملي وي.
د کونړ د مرکزي زندان مسولین بیا وايي په زندان کې د زندانیانو سره ښه چلند ترسره کیږي او هغوۍ ته په بیلابیلو برخو کې زده کړي هم ورکول کیږي.
هغه زندانیان چې تازه يي د بنده خوشې شوې خوښ دي او وايي د مسولینو له لوري ورسره ښه چلند شوی او ډیر څه يي هم زده کړي دي
دوۍ پر نورو خلکو غږکوې چې په ټولنه کې په سم ډول ژوند ترسره کړي.
د کونړ سیمهییز چارواکي وایي، اوس مهال د دې ولایت په مرکزي زندان کې نږدې ۵۰۰ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان ساتل کېږي.
راپور : پرویز مومند

