د پنجشیر ولایت چارواکي وایي د لوی اختر له لومړۍ ورځې تر اوسه پورې له ۱۵۰ زرو څخه زیات کورني سېلانیان او نږدې ۸۰ بهرني سېلانیان له بېلابېلو هېوادونو څخه دې ولایت ته راغلي دي
مسوولین وایي د سیلانیانو لپاره ددې ولایت د مرکز بازارک په اړوندو سیمو کې ګڼ رستورانتونه او هوټلونه جوړ کړي چې اوس مهال د هغوۍ کوربهتوب کوي
دوۍ وایي دغه بهیر نه یوازې د ګرځندوی صنعت ته وده ورکړې، بلکې د سیمهییزو محصولاتو د پلور بازار یې هم ګرم کړی دی.
دې ولایت ته راغلي سېلانیان د امنیتي ځواکونو لخوا په نیول شویو تدابیدو خوښي ښيي او وایي د امنیتي ځواکونو ښه چلند او د پنجشېر د خلکو مېلمهپالنه د دې لامل شوې چې د ژر ستنېدو پر ځای څو نورې ورځې هم په دې ولایت کې پاتې شي
پنجشېر د خپلې طبعي ښکلا، شفافو سیندونو، ښکلو غرونو، پاکې هوا او د خلکو د مېلمه پالنې له امله تل د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو له مهمو سیاحتي ځایونو څخه شمېرل شوی دی

