افغانستان کرکټ بورډ وایي افغان ابدالیان لوبډله د هند او سریلانکا له الف لوبډلو سره د درې اړخیزې لوبلړۍ ترسره کولو لپاره سریلانکا ته ولاړه
کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې افغان ابدالیان لوبډله د هند او سریلانکا الف لوبډلو پر وړاندې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د ګډون په موخه نن سهار سریلانکا ته روانه شوه
دغهراز د سریلانکا هند او افغانستان ترمنځ دغه درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ به د جون په نهمه په سریلانکا کې پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۱مې به دوام ولري
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د جون په ۱۱مه د هند له الف لوبډلې سره ترسره کړي

