د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې د ایران خلک غواړي د خپل حکومت پر ضد پراخ اعتراضي حرکتونه وکړي خو د وسلو د نشتوالي له امله نه شي کولای منظم اقدام ترسره کړي.
ټرمپ همداراز ویلي له کردانو څخه مو تمه دا وه چې د حکومت ضد خوځښتونو لپاره به د وسلو مرسته برابره کړي خو د هغه په وینا دغه ژمنه عملي نه شوه
ټرمپ تر دې وړاندې دا هم ويلي، چې له ایران سره د اوربند وضعیت خورا نازک شوی او د دوام چانس یې یوازې یوې سلنې ته راکم شوی دی

