د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي د ایران جګړه د امریکا لپاره «لویه مسئله نه ده» او ادعا یې کړې چې د جګړې وضعیت د تمې خلاف ښه روان دی
نیویارک ټایمز د ټرمپ په حواله لیکلي له ایران سره روانه جګړه تر اټکل ښه پر مخ تللې او نوموړی د دې جګړې له بهیر څخه خوښ دی
د راپورونو له مخې په دې جګړه کې شاوخوا ۱۷۰۰ ایراني ملکي وګړي او لږ تر لږه ۱۳ امریکايي پوځیان وژل شوي د امریکا پوځي زېرمې کمې شوې او پر امریکايي کارګرې طبقې یې اقتصادي فشارونه هم زیات کړي دي
ډونالډ ټرمپ دغه جګړه یو «لنډمهالی انحراف» بللی او ویلي یې دي چې د ترسره شویو اقداماتو له امله ویاړي

