دهېواد د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې په «ریاض العلوم» جامعه کې یوې غونډې ته ویلي چې اسلامي امارت متوازن بهرنی سیاست لري او د یوه هېواد د خوشحالولو لپاره له بل هېواد سره مخالفت نه کوي
نوموړي زیاته کړې چې افغانستان یو خپلواک سیاست لري او له ټولو هېوادونو سره د اسلامي اصولو په رڼا کې اړیکې غواړي
هغه دغهراز ویلي چې د اسلامي امارت سفارتونه او کونسلګرۍ په سیمه کې یوازې له یوه هېواد پرته نور په ټولو هېوادونو کې فعالې دي
مولوي امیرخان متقي د افغان ګډوالو موضوع ته په اشارې وايي اسلامي امارت له بېلابېلو هېوادونو د شاوخوا پینځه میلیونه راستانه شويو افغان کډوالو پروسه په ښه ډول مدیریت کړې ده
متقي وايي چې «هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی شرعي محاکم فعال دي او د خلکو سر او مال خوندي دي نو هېڅوک د دې جواز او حق نه لري چې د نظام مخالفت وکړي
متقي دغهراز د افغانانو ترمنځ پر یووالي ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، کله چې هم افغان ولس سره متحد شوی او پر خپل حکومت راټول شوی د نړۍ هېڅ طاقت یې مقابله نه ده کړې

