د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اونټاریو جهیل د «امریکا جهیل» په نوم د یادولو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ.
د فرمان له مخې، د امریکا فدرالي ادارې به په رسمي اسنادو، نقشو او معلوماتو کې نوی نوم کاروي.
دا پرېکړه د واشنګټن او اوټاوا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ترینګلتیا او د متقابلو تعرفو له لګولو وروسته شوې ده.
خو دغه نومول یوازې د امریکا په فدرالي حکومت کې د کارونې لپاره دي او کاناډا مکلف نه دی چې نوی نوم ومني؛
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي چې هېواد به دغه جهیل د خپل تاریخي نوم، «اونټاریو جهیل»، په نوم یادوي.
سرچینه : شرق نیوز

