د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، ایران ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له ولسمشر مسعود پزشکیان سره وکتل.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیمې د وروستیو تحولاتو، پر امنیت او ثبات د هغو د اغېزو، د کړکېچ د کمولو او د خبرو اترو لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو په موخه پر روانو هڅو خبرې کړې دي.
د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د ایران د اسلامي شورا له رییس محمدباقر قالیباف سره په کتنه کې د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره پر روانو هڅو بحث کړی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته تللی، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تازه ویلي، واشنګټن له ایران سره پر خبرو بوخت نه دی او پر تهران د اقتصادي فشارونو پر زیاتولو تمرکز کوي.
سرچینه : حریت

