د مالیې وزارت ویلي، هېواد ته د غنمو واردات د پام وړ زیات شوي، چې له امله یې د وړو د تولیدي میلونو فعالیتونه پراخ شوي او د کورنیو تولیداتو کچه لوړه شوې ده. د یاد وزارت په وینا، د روان ۱۴۰۵ کال په لومړیو دوو میاشتو کې شاوخوا ۱۹۸ زره ټنه غنم هېواد ته وارد شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د غنمو د وارداتو زیاتوالی د دې لامل شوی چې کورني تولیدي فابریکې او د اوړو میلونه په پراخه کچه فعالیت وکړي. همداراز، د تولید د زیاتوالي ترڅنګ د کارموندنې فرصتونه هم ډېر شوي او ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
مالیې وزارت زیاتوي چې په بازارونو کې د داخلي تولیداتو ونډه هم لوړه شوې او د خلکو اړتیاوې تر ډېره د کورنیو تولیداتو له لارې پوره کېږي. د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي باور لري چې د غنمو منظم واردات او د کورنیو تولیداتو ملاتړ کولی شي د هېواد د خوراکي توکو بازار لا پیاوړی او باثباته کړي.
چارواکي وایي، هڅه کېږي چې د سوداګرۍ او صنعت د ودې لپاره نورې اسانتیاوې هم برابرې شي، څو کورني تولیدات لا زیات پرمختګ وکړي او هېواد د خوراکي توکو په برخه کې پر ځان بسیا شي.

