په ننګرهار ولایت کې د کورنيو چارو وزارت له لورې دامنیت د لا ټينګښت په موخه د مرکزي ښار حوزو پولیسو ته لسګونه موټرسایکلونه ورکړل شول
مسوولین وايي د دغه موټرسایکلو په وسیله به پېښو ته په وخت رسیدنه وشي او تر ډيره بريده به ورسره د جرمونو کچه راکم شي
د ننګرهار د امنيتي چارو مرستیال مل پاسوال نصرت الله خادم وايي د دغه موټرسایکلونو په ورکړي سره پولیس شپه او ورځ ګزمې وکړي چې له يوې خوا به امنیت لا ټينګ او د جنايي جرمونو کچه به د پام وړ راکمه شي
نوموړي ولس ته ډاډ چې په ښار او ولسوالیو کې امنيتي تدابیر زیات کړي او خلک کولای شي په ډاډه زړه د اختر ورځي شپې ونمانځي
بلخوا پولیس د موټرسایکلونو د ورکړې له امله خوښي وښوده او زیاته يې کړه چې شپه او ورځ به د ولس د هوساینې او امنیت ټينګښت لپاره هلې ځلې وکړي
دوي وايي هچا ته به اجازه ورنه کړي چې د ټولني فزیکي او رواني حالت ګډ وډ کړي
د يادونې وړ ده چې د امنيت د لا ټينګښت او پېښو ته په وخت د رسیدنې په موخه ترې وړاندې په يو شمیر نورو ولایتونو کې هم پولیس او ترافیکو ته دغه ډول ځانګړې موټرسایکلونه ورکړل شوي دي

