په هرات ولایت کې د ۳۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د درملو د تولید یوه ستره کارخونه پرانیستل شوه.
دغه کارخونه چې د ۳۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره پر ۳۵۰۰ متره مربع ځمکه جوړه شوې، په درېیو برخو جامد، مایع او نیمهجامد ۳۰۰ ډوله درمل تولیدوي.
د یادې کارخونې مسوولین وایي، دغه فابریکه له نړیوالو معیارونو سره سم په عصري سیسټمونو سمبال شوې، چې د هېواد د درملو اړتیاوو په پوره کولو کې به مهم رول ولوبوي.
د دوی په وینا، په دغه کارخونه کې ۲۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول او زر نورو کسانو ته په غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
سرچینه : حریت

