د غازي اباد ولسوالۍ هیلګل دره
هیلګل دره د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ یوه لرې پرته غریزه سیمه ده چې اوسېدونکي یې د ژوند له ډېرو اسانتیاوو بې برخې دي.
دا سیمه له ولسوالۍ څخه شاوخوا ۷۵ کیلومتره واټن لري.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې دوی مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري او لا هم د پخوا په څېر د خبر رسولو لپاره کسان استوي
ځايي اوسېدونکي وايي مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نلري او لاهم د پخوا په څیر د خبراوي لپاره کس لیږي
د هیلګل درې اوسېدونکي وايي پدغه اړه يي په کراتو کراتو غوښتني کړي خو تر اوسه يي په یاده برخه کې ستونزه نده حل شوې.
په ورته مهال کې د کونړ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسولین هم د غازي اباد ولسوالۍ د هیلګل درې د اوسېدونکو ستونزه مني او وايي اوس مهال يي د کونړ ډیری سیمې د مخابراتي پوښښ لاندي راوستي او لاهم پدغه برخه کې يي هڅي دوام لري.
کونړ یو غرنۍ ولایت دی او ډیره برخه خلک يي په لرو غریزو سېمو کې اوسېږي خو لاهم مخابراتي اسانتیاوو ته په سم ډول لاسرسی نلري.
راپور : پرویز مومند

