د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وايي، د جلالاباد ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د ګمرک په سیمه کې یې له دوو کسانو سره ۱۸۰۰ د «ټابلیټکا» په نوم نشهیي ګولۍ نیولې دي.
د امنیه قوماندانۍ د ویاند، سید طیب حماد، په وینا، یادې ګولۍ د چای په یوه ترموز کې په پټه ځای پر ځای شوې وې، چې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د عملیاتو پر مهال کشف او ضبط کړې.
حماد زیاته کړه، نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او تر لومړنیو څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته د قانوني اجرااتو لپاره وسپارل شي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وایي، د نشهیي توکو د قاچاق او لېږد مخنیوي لپاره به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
سرچینه : د ننګرهار امنیه قوماندانۍ

