د ننګرهار ولایت مقام وايي، د دولس ولسوالیو په اداري ودانیو کې د لمریزې برېښنا د سیستمونو د نصب چارې روانې دي، چې موخه یې د برېښنا د دوامدارې سرچینې برابرول او د دولتي ادارو د خدمتونو ښه کول دي.
د معلوماتو له مخې، د کامې او ګوشتې ولسوالیو لپاره د ۲۶ کیلوواټه لمریزې برېښنا سیستم نصب او فعال شوی دی.
چارواکي وایي، له دې ظرفیت څخه ۱۰ کیلوواټه د ورځې او ۱۶ کیلوواټه د شپې د اداري چارو د پرمخ وړلو لپاره کارول کېږي.
بلخوا، په کوز کونړ، شیرزادو، خوږیاڼو، روداتو، نازیانو، شینوارو، مومندرې، بهسودو، لعلپورې او کوټ ولسوالیو کې هم د لمریزې برېښنا د سیستمونو د نصب چارې دوام لري او ټاکل شوې په نږدې وخت کې بشپړې شي.
د ولایت مقام همدارنګه ویلي، په اوو هغو ولسوالیو کې چې پخوا د لمریزې برېښنا پروژې پلي شوې وې، د ترمیم او بیارغونې اړتیا شته او په دې برخه کې به لازم اقدامات ترسره شي.
چارواکي زیاتوي چې د راتلونکو پروګرامونو له مخې به په سره رود، دره نور او هسکې مېنې ولسوالیو کې هم د لمریزې برېښنا سیستمونه نصب شي، ترڅو د برېښنا د نشتوالي ستونزې کمې او اداري او خدماتي چارې په اغېزمنه توګه ترسره شي
راپور : مسعود عربزی

