د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ته یې امر کړی چې له اسپانیا سره د امریکا ټولې سوداګریزې اړیکې ودروي.
رویټرز راپور ورکړی چې ټرمپ د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د ناټو سرمشریزې په پیل کې چې د دغه تړون د سرمنشي مارک روټه ترڅنګ ناست و، وویل چې نور له اسپانیا سره هيڅ ډول سوداګري نه غواړي.
هغه مادرید په ناټو کې «ډېر بد شریک» بللی دی.
ټرمپ د ناټو له هغې نوې موخې سره د اسپانیا مخالفت ته په اشاره چې له مخې یې غړي هېوادونه باید د خپل ناخالص کورني تولید پنځه سلنه دفاعي بودجې ته ځانګړې کړي، ویلي «اسپانیا له هيڅ شي سره موافقه نه کوي او تاسو باید د هغه بار پر اوږو یو نه شئ.»َ
د امریکا ولسمشر زیاته کړې سمدستي دا کار وکړئ، ان ورسره خبرې هم مه کوئ؛ هغوی ناهیله کوونکي دي، بد خلک دي، هغوی له موږ سره له سوداګرۍ ډېرې پیسې ترلاسه کوي
د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ له دې مخکې هم د ناټو د دفاعي بودجې له زیاتوالي سره د مخالفت او همداراز له ایران سره په جګړه کې د امریکا عملیاتو ته د خپل هوايي حریم او پوځي اډو د نه ورکولو له امله د اسپانیا پر سوسیالیست حکومت څو ځلې نیوکې کړې دي.
سرچینه : پژواک خبري اژانس

