د لوي اختر له رخصتیو وروسته ننګرهار کې د پاکستانه په جبر راستانه شو لپاره د نمرو د ويش بهیر بیا ځلې په عادي ډول پیل شوی دی
د دغه ولایت د کور او ښار جوړونې رياست مسوولین وايي د نمرو د ويش پروسه اسانه او چټکه کړي او د لا زیاتو اسنتیاوي د رامنځته کولو هڅه کوي. دوي زیاتوي چې له پیله يې تر دمه يې اته زره نهه سوه شل په درې ځانګړو شو بیلابیلو ښارګوټو کې ویشلي دي
د کور او ښار جوړونې رياست مسوولین وايي د ۲۰۲۵ میلادي کال د لسمې میاشتې پورې د راستانه شو لېستونه ورته د کډوالو ریاست له لورې رارسیدلې او د نمرو د ويش لړۍ يې ورته پیل کړي ده
راستانه شوي بیا له پاکستان په جبر دراویستلو خبره کوي او د دغې پروسي د لا چټکيدو ترڅنګ د نمرو د ورکړې خوښ او زیاتوي چې د نمرو د ورکړې سره به يې د سرپناه ستونزه په بشپړ ډول هواره شي.
دا په داسې حال کې ده چې په د کډوالو لپاره په ځانګړو شو نمرو کې راستانه شو د خپلو مینو د جوړولو چارې پيل کړي او حکومتي مسوولینو هم په دغه ښارګوټو کې د ښوونځيو ،روغتیايي مرکزونو ، مدرسو ، پارکونو ، اوبو شبکو او سړکونو د جوړلو ډاډ هم ورکړې او زیاته کړي ده ، چې ډير ژر به يې چارې پیل شي

