د ننګرهار د اقتصاد ریاست له لوري د مور او ماشوم د تغذیې د ښه والي لپاره د نغدي مرستو پروژه اړوندو سکتورونو ته وروپېژندل شوه.
یاده پروژه د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې په تخنیکي همکارۍ پلي کېږي، چې د عامې روغتیا ریاست تر چتر لاندې به په لعلپورې ولسوالۍ کې عملي شي.
د دې پروژې له مخې، شاوخوا ۱۳۶۰ هغه ښځې چې د ماشومانو عمرونه یې له ۶ تر ۱۲ میاشتو پورې وي، په مستقیم ډول تر پوښښ لاندې راځي. دغو کورنیو ته به د خوارځواکۍ د مخنیوي او د تغذیې د ښه والي په موخه ۶۰ امریکایي ډالر نغدي مرسته ورکړل شي، او ترڅنګ به یې اړین روغتیایي کیټونه هم ووېشل شي.
د ننګرهار د اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد د دې پروژې هرکلی وکړ او ویې ویل، چې اقتصاد ریاست د خپلو اصولو او کړنلارو په چوکاټ کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره له ټولو ګټورو پروژو بشپړ ملاتړ کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې یاد ریاست هڅه کوي د مرستندویو ادارو ترمنځ همغږي لا پیاوړې کړي، څو خلکو ته پر وخت، باکیفیته او دوامدار روغتیایي خدمات وړاندې شي

