د عدلیې وزارت وایي، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمیسیون تېر کال په ټول هېواد کې د څړځایونو پراخه ارزونه ترسره کړې، چې له مخې یې یوازې په درېیو ولایتونو کې ۲۷ میلیونه او ۵۷۰ زره جریبه ځمکه د څړځایونو په توګه تثبیت شوې ده.
د یاد وزارت په وینا، دغه ځمکې په فاریاب، بادغیس او بدخشان ولایتونو کې موقعیت لري، چې تر ارزونې وروسته د ځمکو په بانک کې ثبت شوې دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې ، په فاریاب کې څه باندې ۹ میلیونه او ۳۲۱ زره جریبه، په بادغیس کې ۴ میلیونه او ۱۶۷ زره جریبه، او په بدخشان کې څه باندې ۱۴ میلیونه جریبه ځمکه د څړځایونو په توګه تثبیت شوې ده.

