په ننګرهار ولایت کې سږ کال په شپږو ولسوالیو کې د سرو املوکو حاصلات د تېر کال په پرتله څه باندې ۱۲ سلنه زیات شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دا کال د کامې، اچین، کوزکونړ، سره رود، خوږیاڼو او نازیانو ولسوالیو پر ۸۷۸.۵ جریبه ځمکه د سرو املوکو بڼونه شتون لري، چې حاصلات یې ۱۶۰۴ مټریک ټنه اټکل شوي دي.
تېر کال په یادو ولسوالیو کې پر ۸۳۳ جریبه ځمکه د سرو املوکو بڼونه موجود وو، چې له هغو څخه ۱۴۲۶.۲۶۵ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شوی و.
خبر زیاتوي د سرو املوکو په حاصلاتو کې د زیاتوالي مهم لاملونه بڼوالو ته پر وخت روزنه، عامه پوهاوی او د بڼونو د سم مدیریت په اړه د کرنیزو سپارښتنو وړاندې کول دي.
سرچینه : شرق نیوز

