د پنجشېر سیمهییز مسوولین وایي، د پنجشېر – تخار سړک د څه باندې ۲۴ کیلومټرو د جوړولو چارې بشپړې شوې او دغه سړک به په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د مسوولینو په وینا، د ۲۵ کیلومټره اوږدوالي او ۱۲ متره سور درلودلو سره دغه سړک د ۴۵۰ میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي.
د پنجشېر د والي ویاند ویلي، د دغه سړک د شاوخوا دوو کیلومټرو د جوړولو چارې پاتې دي او که هوا مناسبه وي ډېر ژر به بشپړې شي.
د مسوولینو په خبره، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د هېواد د شمالي او شمالختیځو ولایتونو ترمنځ تګ راتګ اسانه او د ګرځندوی صنعت په وده کې به مهمه ونډه ولري.
سرچینه : شرق نیوز

