د بغلان ولایت مقام وايي، د شمالي سالنګ د پنځه کیلومتره سړک د جوړولو چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي او تمه ده چې د دغې پروژې پاتې کارونه به په راتلونکو ۴۵ ورځو کې بشپړ شي.
د بغلان ولایت مقام د سویلي سالنګ پروژې د قراردادي شرکت د مسوولینو په حواله ویلي، چې د دغه سړک د ۱۳ کیلومتره برخې چارې ۹۳ سلنه او د ۱۵ کیلومتره برخې چارې ۴۰ سلنه پرمختګ کړی دی. د پاتې برخو د بشپړولو لپاره هم کارونه روان دي.
سالنګ لویه لار د هېواد له مهمو ټرانزیټي لارو څخه ده، چې د بیارغونې چارې یې دا مهال دوام لري.
سرچینه : شرق نیوز

