د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټکزاس ایالت ته د خپل ټاکنیز سفر پر مهال د نفت او ګازوپر شرکتونو د میتان ګاز د خپرېدو اړوند محدودیتونو د کمولو اعلان کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې دغه اقدام به د انرژۍ د تولیدونکو او مصرفوونکو لګښتونه شاوخوا ۴۵ میلیارده ډالره راکم کړي او د نفت او ګازو د تولید د زیاتوالي زمینه به برابره کړي.
دا سفر د نومبر د درېیمې نېټې د منځمهالو ټاکنو په درشل کې ترسره شوی، چې جمهوري غوښتونکي په کانګرس کې د خپل اکثریت د ساتلو لپاره له ډیموکراټانو سره له سختې سیالۍ سره مخ دي.
سرچینه : شرق نیوز

