دلته ننګرهار کې د اطلاعات او کلتور ریاست په هڅو د جلال اباد ښار په بیلابیلو سیمو کې د شعارونو د لیکلو او نښلولو لړۍ پیل شوې ده
مسوولین وايي دغه لړۍ به ولسوالیو ته هم وغځوي ، ترڅو ولس او راتلوونکی نسل د دغې ورځې ارزښت وپيژني او له تاریخي شالیده يې خبر شي.
ننګرهار مېشتي ۲۴ د اسد د بهرنیو ځواکونو د اشغاله د خلاصون ، د سرتاسري امنیت ، سولې او ټيکاو د رامنځته کيدو او له ویاړه ډکه ورځ بولي ، له حکومت د ولس ته ستونزو ته د رسیدنې ، له جګړو د ستړیا او له پخوانیو سیاسيون د اوسني حکومت سره په ګډه هیواد په ابادۍ کې د ونډې اخستنې غوښتنه کوي.
په دیوالونو د ازادۍ د ورځې په مناسبت د ازادۍ اړوند شعارونو ترڅنګ د يوالۍ ، سرتاسرې امنیت ، بیارغونۍ او بیلابیلو نورو برخو کې د لیکلو ترڅنګ د اطلاعات او کلتور ریاست هوډ لري ، چې په ځينو ځاينو کې په زړول شویو لوحو هم د ۲۴ اسد پورې خپاره کړي.
د اطلاعات او کلتور ریاست د مسوولینو د معلوماتو له مخې د ۲۴ داسد په وياړ يې په ټاکل شوې ورځ د يوه غونډې تابیه هم نیولي ، ترڅو دغه ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونماځي.
راپور : سباوون ساحل

