د کډوالۍ نړیوال سازمان یا آی.او.ایم په مالي مرسته او د کونړ د عامي روغتیا ریاست تر چتر لاندي د کونړ غازي اباد ولسوالۍ په هیلګل نومي سیمه کې د یو روغتیايي مرکز لپاره نوي ودانۍ جوړه او د مسولینو له لوري ګټي اخیستني ته وسپارل شوه.
چارواکي وايي پدغه ودانۍ ۸ اعشاریه ۹ میلیونه افغاني لګښت راغلی چې د سیمي شاوخوا پنځه زره کورنۍ به ترې په روغتیايي برخه کې ګټه واخلي.
بل لورته ولایتي د اداري مسولین وايي تر پخوا اوس د بیارغوني چاري ګړندۍ شوي دي او هر ډول موسیساتو ته د رغونیزو پروژو د ترسره کولو پوره زمینه برابره ده .
دوۍ زیاتوي هڅه کوي چې د کونړ په ټولو لرو پرتو سیمو کې خلکو ته په بیلابیلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
ځايي اوسیدونکو هم ددغه روغتیايي مرکز د ودانۍ په جوړولو د خوښۍ ترڅنګ د مسولینو څخه مننه وکړه چې دوۍ ته يي په روغتیايي برخه پاملرنه وکړه .
دوۍ زیاته کړه چې مسولین دي د هیلګل دري اوسيدونکو ته په نورو رغونیزو برخو کې خدمات وړاندې کړي.
د چارواکو د معلوماتو پر اساس د کونړ په پنځو نورو ولسوالیو کې هم ورته ودانۍ جوړي شوې چې شاوخوا ۳۳ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او هڅه کوي په ورته نورو برخو کې هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي
راپور : پرویز مومند

