د ولس ته د څښاک د پاکو اوبو برابرولو په لړ کې ختیځ کې د اوبورسونې او فضله ابو ریاست او د يوې مرستندويه ادارې په ګډه مالي همکارۍ د ننګرهار مرکزي ښار جلال اباد کې يوه پروژه ګټې اخستنې ته وسپارل شوه
مسوولین وايي د څوارلس میلیونو افغانيو په لګښت يې څوارلس واټرپمونو ته د برښنا رسونې پروژه بشپړه کړه چې له مخې به يې د پنځه ګونو ناحیو د ولسي کورونو په دولتي نلونو کې د اوبو موده د پام وړ زیاته شي
په ختیځ کې د دغه ریاست مسوولین وايي چې د دغې پروژې له امله به يولس زره کورنۍ د څښاک د پاکو اوبو برخمنې شي
دوي زیاتوي پاتې ناحیو ته هم د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه د ورته پروژو د پلي کيدا هوډ لري
د جلال اباد ښاریان د دې پروژې د بشپړیدو له امله خوښي څرګندوي او له اړوند مسوولینو د څښاک د پاکو اوبو په برخه کې د نورو پروژو د پلي کيدا غوښتنه کوي
دا په داسې حال کې ده چې د تېر په پرتله د راستنیدونکو کډوالو په مېشته کيدنې سره په دغه ولایت کې نفوس ترپخوا زیات شوي او د اوبو اړتیا هم زیاته شوي ده
بلخوا د اقلیمي بدلون د اغیزو له کبله ورځ تربلې لکه د هيواد د نورو ولایتونو په څېر ننګرهار کې هم ورځ تر بلې د اوبو سطحه ټيټيږي ، چې ورسره ستوګنيزه سیمو کې څاګانې وچیږي او خلک د څښاک د پاکو اوبو د کمښت سره مخ کیږي

